په هستوګن ځایونو کې د لومړي ځل لپاره د پسټ بکسونو د نصب پروسې پرانېسته وشوه

 
په هستوګن ځایونو کې د لومړي ځل لپاره د پسټ بکسونو د نصب پروسې پرانېسته وشوه
نن سه شنبه د ۱۳۹۷ کال د غوايي په ۱۸مه نېټه مو د لومړي ځل لپاره په هستوګن ځایونو کې د پسټ بکسونو د لګولو چارې له څلورم مکروريان څخه پېل کړې. 
په پېل کې به ۱۰۰۰ پسټ بکسونه په امتحاني ډول په مکروريانو کې لګول کېږي، وروسته به په تدريجي توګه په ټول کابل ښار، بیا مرکزي ولايتونو او بیا ټولو ولايتونو ته غځول کېږي. په دې سره به زموږ هېوادوال وکولی شي په اسانه، خوندي او چټکه توګه او بې د زماني محدوديت په پام کېنيولو سره خپلو مراسلاتو او پوستی کڅوړو ته لاسرسی ولري. 
پر دې سربېره په پام کې لرو چې د خلکو او هېوادوالو لپاره د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د پسټ عصري او انلاين خدمتونو سيسټم هم ژر تر ژره فعال کړو.